ولادیمیر پوتین به له رجب طیب اردوغان سره وګوري

24 سنبله 1397 ساعت 8:58

ټاکل شوې روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د روسیې په سوچي ښار کې وګوري.


ټاکل شوې  روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د روسیې په سوچي ښار کې وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي او ترکي چارواکي وايي، دواړه مشران به راتلونکې دوشنبې د وږي ۲۶ د نورو مسایلو تر څنګ د سوریې په ادلیب کې د جګړې په اړه خبرې اتري وکړي.

ټاکل شوېده د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د روسیې په سوچي ښار کې وګوري.

پوتین او اردوغان پر داسې مهال د سوريې په اړه لیدنه کوي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هیواد یې چمتو دی چې د سوریې په ادلیب کې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه ورکړي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د ملکي وګړو وژل غیر انساني عمل دی.

باید و ویل شي، دا لیدنه پداسې حال کې کیږي چې د ایران، روسیې او ترکیې مشرانو تیره اوونۍ په تهران کې د سوریې د جګړې په اړه خبري وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108272

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108272/

جمهور
  https://www.jomhornews.com