سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د وږي ۲۳ مه د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، پېښه د یوه لارۍ او یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۱۰ نور ټپیان شوي، چې د کاکڅ په کلينيک تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته لېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:لغمان