کونسل ان فورین رلېشن ویپاڼه!

تر څو پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي د افغان جګړې پای ته رسېدلی ستونزمن کار دی

24 سنبله 1397 ساعت 9:21

د کونسل ان فورین رلېشن په نامه یوې وېبپاڼې پخپله یوه مقاله کې لیکلي، تر چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي د افغانستان د روانې جګړې پای ته رسول ستونزمن کار دی.


د کونسل ان فورین رلېشن په نامه یوې وېبپاڼې پخپله یوه مقاله کې لیکلي، تر چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي د افغانستان د روانې جګړې پای ته رسول ستونزمن کار دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ویبپاڼې زیاته کړې، پاکستان د خپلو ګټو لپاره طالبان په افغانستان کې د یوه قوي لوبغاړي په توګه ساتلي او ملاتړ یې کوي.

سرچینې زیاته کړې، چې پاکستان یو په افغانستان کې د خپلو ګټو ساتلو په خاطر او بل د هند له وېرې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی یې قوي ساتلي دي.

ویبپاڼه وايي، تر چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس په سر نه شي او دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره نه کړي، نو د روانې جګړې پای ته رسول ستونزمن کار دی.

په ورته وخت کې په مقاله کې ویل شوي امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او له همدې امله یې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار ټاکلی دی.

په مطلب کې راځي، چې که په افغانستان کې سوله وشي، نو ښایي په لنډ مهاله کې ځينې اړخونه زیان وکړي خو په اوږدمهال کې دغه سوله د افغانستان، امریکا، طالبانو، پاکستان او ټولو ښکېلو اړخونو په ګټه تمامېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108274

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108274/

جمهور
  https://www.jomhornews.com