فراه کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده

24 سنبله 1397 ساعت 12:19

سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې، چې پنځه تنه خدمه یې وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې، چې پنځه تنه خدمه یې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه چورلکه پرون جمعه د وږي ۲۳ مه ماښام مهال د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کې لوېدلې ده.

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، چورلکه له هراته – فراه ته په هوا وه، چې په یاد سیمه کې یې لومړی بېړنۍ ناسته کړې او وروسته طالبانو ولکه کړې ده.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو ځینې سرچینې وايي، چورلکه لوېدلې او پنځه تنه خدمه یې وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چورلکه دوی ویشتې او په کې سپاره افغان پوځیان یې وژلي، خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 108279

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108279/

جمهور
  https://www.jomhornews.com