ولسمشر غني د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

24 سنبله 1397 ساعت 13:48

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته رسېدلی او ولسمشر غني هم په ارګ کې ورسره کتلي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته رسېدلی او ولسمشر غني هم په ارګ کې ورسره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي نن شنبې د وږي ۲۴ مه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر غنی له قریشي سره کتلي او ټاکل شوې تر دې وروسته اجرائیه رییس عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست رباني هم ورسره وګوري.

که څه هم د ولسمشر غني او پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي و، چې قرشي به له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، دوه اړخیزه اړیکو پر ښه کېدو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې افغان چارواکي به له قریشي سره د دواړخیزو مسلو تر څنګ، پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پر پلان هم خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 


د مطلب کود: 108283

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108283/

جمهور
  https://www.jomhornews.com