سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوه ولسي وګړي په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د وږي ۲۴ مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند د خلازی په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
پروان کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان ډګروال الوزی احمدي وايي، چاودنه د چټک غبرګون قطعې په سرتېرو شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې څلور د چټک غبرګون سرتېري او یو ولسي وګړی وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، د چټک غبرګون قطعې سرتېري د خلازی سیمې ته د یو لړ عملیاتو په موخه روان و، چې په لار کې د ریموټ کنټرول ماین چاودنه پرې شوې ده.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پروان