هلمند کې چاودنې یو پولیس وژلی دی

25 سنبله 1397 ساعت 8:14

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون شنبې د وږي ۲۴ مه ماښام مهال د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د لومړي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د بست روغتون ته څېرمه رامنځ ته شوې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه د پولیسو په یوه شخصي موټر کې د اېښودل شوي چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپی شوی دی.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 108299

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108299/

جمهور
  https://www.jomhornews.com