۰
ضمیر کابلوف:

امریکا نه غواړي افغان جګړه پای ته ورسېږي

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پالي او د جګړې د پای ته رسولو قوي اراده نه لري.
امریکا نه غواړي افغان جګړه پای ته ورسېږي
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پالي او د جګړې د پای ته رسولو قوي اراده نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، څومره چې امریکا په افغانستان کې د جګړې لپاره کار کوي، دومره یې د سولې لپاره نه دی کړی.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا نه غواړي په سیمه کې سوله او امنیت ټینګ شي، ځکه یې د سولې او خبرو پروسه انحصار کړې ده.

د کابلوف په وینا امریکا د سیمې هېوادونو ته په افغان سوله کې د مداخلې او یا مرستې چانس نه ورکوي او هر څه پخپله خوښه مخ ته وړي.

په ورته وخت کې کابلوف د طالبانو دا خبره چې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي او بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، تصادفي نه بولي او وايي، امریکا ته په کار ده، چې د طالبانو پر دغه وړاندیز او څرګندونو پوره غور وکړي او په دې توګه دې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي