پولیسو د هرات د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر تړلې دوازه پرانستله

25 سنبله 1397 ساعت 13:29

پولیسو په هرات ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر دروازه، چې د معترضینو له خوا تړلې شوې وه بېرته پرانسته او اعتراض کوونکي له سیمې تښتدلي دي.


پولیسو په هرات ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر دروازه، چې د معترضینو له خوا تړلې شوې وه بېرته پرانسته او اعتراض کوونکي له سیمې تښتدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات پولیسو نن یکشنبې د وږي ۲۵ مه د دغه دفتر دروازه پرانسته او د دفتر کارکوونکو خپل کار پیل کړی دی.

د هرات د پولیسو مشر جنرال امین الله امرخېل وايي، هېچا او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د ټاکنیزو بنسټونو د کار پر وړاندې خنډ او دغه ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

جنرال امرخېل و ویل، پولیس اړ دي، چې د ټاکنو کمېسیون امنیت او فعالیت څخه ساتنه وکړي او په همدې موخه نن د اړتیا وړ ځواک سیمې ته ولېږل شو، تر څو د کمېسیون کارکوونکي په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د لوی ملي ائتلاف ټلوالې پرون په هرات، بلخ، سرپل او کندوز ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون اړوند دفترونه تړلې دي.

د دغه ائتلاف غړو او پلویانو ویلي، دغه دفترونه یې د ټاکنو په پروسه کې د شوې درغلۍ او د دوی د غوښتنو د نه منلو په پار تړلي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 108317

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108317/

جمهور
  https://www.jomhornews.com