۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۸
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې په کې به د افغانستان د روان حالت په اړه راپور وړاندې شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې په کې به د افغانستان د روان حالت په اړه راپور وړاندې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه سبا دوشنبې د وږي ۲۶ مه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې په نیویارک کې جوړېدونکې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي د غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتیريش پر تازه راپور چې د افغانستان په باب دى، بحث کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د دې غونډې په يوه برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو هم خپل راپور وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي