کونړیان:

که پاکستان د اغزن تار غځول ونه دروي پر وړاندې یې جهاد اعلانوو

25 سنبله 1397 ساعت 15:42

د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د پاکستان له خوا پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو او توغندیزه بریدونو په غبرګون کې لاریون کړی.


د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د پاکستان له خوا پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو او توغندیزه بریدونو په غبرګون کې لاریون کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون شنبې د وږي ۲۴ مه شوی او لاریون کوونکي ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا پر دغه کرښه د اغزن تار غځولو چارې پیل کړې دي.

لاریون کوونکو د پاکستان ضد شعارونه ورکول او له پاکستان یې وغوښتل، چې د اغزن تار غځول او راکټي بریدونه ودروي.

دوی ګواښ وکړ، چې که پاکستان د اغزن تار غځولو ته ادامه ورکړي او راکټي بریدونه ونه دروي، نو پر وړاندې به یې جهاد اعلان کړي.

د لاریون کوونکو په وینا د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه یو له بله نه شلېدونکي دي، مړي او ژوندي لري، او پاکستان یې د دغه تار په غځولو سره نه شي بېلولای.

لاریونوال وايي، د یادې ستونزې د حل له ‎پاره نړیواله ټولنه او افغان حکومت ژر اقدام ونه‎ کړي نو دوی د پاکستان د سرغړونو د مخنیوي له ‎پاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

یو تن لاریونوال ویل«نور د پاکستان له غیر قانوني او غیر انساني کړنو تر پوزې راغلي یوو دا ځل یې پر ضد جهاد اعلانوو.»

بل خوا لاریون کوونکو دا هم ویل، چې د کوزې پښتونخوا اوسیدونکي هم د ډیورند کرښې او پر هغه د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو جوړولو خلاف دي.

خو په وینا یې هغوی محکوم دي چې که غږ پورته کوي د پاکستان او استخباراتي ادارو له‌خوا وژل کېږي.

 کونړ لاریون کوونکي ټنیګار وکړ، چې که حکومت د پاکستان پوځ حرکتونه او اغزن تار غځولو مخه نه‎شي نیولی، نو ولسونه د خپل کوتک، ټوپک او تبرګي سره نر او ښځې راپاڅيږي او د پاکستان د پوځ په خلاف به جهاد پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 108330

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108330/

جمهور
  https://www.jomhornews.com