۰

بادغیس کې ۴۷ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې له دواړو لورو ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بادغیس کې ۴۷ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې له دواړو لورو ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه نښته پرون یکشنبې د وږي ۲۵ مه وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې سلګونو طالبانو د بند سبزک په سیمه کې د لویې لارې ساتنې ټولې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب امیني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې کابو ۷۰۰ طالبانو پرون مازیکر پر دغه امنیتي پوستو بریدونه پیل کړ، چې جګړې د شپې تر ۱۲ بجو پورې دوام درلود.

نوموړی وايي، طالبان د پولیسو له سخت مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شوي، خو په برید کې یې پنځه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې د لویې لارې د ریزرف کنډک قوماندان، حکیم هم شامل دی.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د پولیسو په ځوابیه برید او ډزو کې ۲۲ طالبان هم وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي