۰
ایرو ایشیا رېویو:

د افغان جګړې د پای وخت راغلی، امریکا د سولې هڅې ډېرې کړې دي

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
ایرو ایشیا رېویو نشریې د افغانستان د سولې روانو هڅو ته کتنه کې لیکلي، چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو وخت راغلی دی، ځکه امریکا د سولې هڅې ډېرې کړې دي.
د افغان جګړې د پای وخت راغلی، امریکا د سولې هڅې ډېرې کړې دي
ایرو ایشیا رېویو نشریې د افغانستان د سولې روانو هڅو ته کتنه کې لیکلي، چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو وخت راغلی دی، ځکه امریکا د سولې هڅې ډېرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه خپله تګلاره بدله کړې او غواړي مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي.

نشریه وايي، تر دې وړاندې امریکا غوښتل، طالبان او افغان حکومت خپله ستونزه پخپله حل کړي، خو اوس غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او په دې توګه خپلې غوښتنې هم دغه ډلې ته مخامخ و وايي.

د نشریې په باور د ټرمپ حکومت غواړي په افغانستان کې روانه اوولس کلنه جګړه له ممکنو لارو ختمه شي او د سولې یا سیاسي حل لپاره یې هڅې ډېرې کړې دي.

سرچینه کاږي د افغان سولې لپاره دومره هڅې دا په ډاګه کوي، چې نور د افغان جګړې د پای وخت راغلی دی او ښايي دغه هڅې له ښو پایلو سره مل وي.

نشریې دغه لیکنه پر داسې مهال خپره کړې، چې ویل کېږي امریکا او طالبان د مخامخ خبرو له پاره تیاری نیسي او ډېر ژر به دغه خبرې تر سره شي.

څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو د طالب سرچینو له قوله ویلي و، چې دوی له امریکا سره د خبرو له پاره د پلاوي پر ټاکلو بوخت دي، خو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ډول څرګندونې رد کړي.

پرون یکشنبې د وږي ۲۵ مه یو ځل بیا لوېدیځو رسنیو د افغانستان په هلمند ولایت کې د لوړ پوړو طالب قوماندانانو له قوله راپور ورکړی و، چې طالبان له امریکا سره د مخامخ خبرو له پاره چمتوالی نیسي.

دغه طالب سرچینو دا هم ویلي، چې خبرې به تر ډېره د بندیانو پر آزادۍ په ځانګړي ډول د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د زوی انس حقاني پر خوشي کېدو راڅرخي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي