۰
افغان اجرائیه رییس:

د ټاکنیزو دفترونو تړل د ټاکنو له شفافیت سره مرسته نه شي کولای

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
د افغان حکومت اجرائیه رییس د لوي ملي ائتلاف له خوا په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترو تړل کېدو په اشارې سره ویلي، چې دغه ډول کارونه د ټاکنو له روڼتوب او شفافیت سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.
د ټاکنیزو دفترونو تړل د ټاکنو له شفافیت سره مرسته نه شي کولای
د افغان حکومت اجرائیه رییس د لوي ملي ائتلاف له خوا په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترو تړل کېدو په اشارې سره ویلي، چې دغه ډول کارونه د ټاکنو له روڼتوب او شفافیت سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د وږي ۲۶ مه یې د کابیني اوونیزه غونده کې خبرې کولې و ویل، چې پر عدالت ولاړې او شفافې ټاکنې د ټول ولس غوښتنه ده، خو دا شفافیت د ټاکنیزو دفترو په تړل کېدو نه شي رامنځ ته کېدای.

نوموړي و ویل«رښتا هم چې د رایه ورکوونکو بایومتریک د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کولای شي او په دې برخه کې اقدامات هم تر سره شوي، خو دا نه چې د دغه غوښتنې د پوره کېدو له پاره دې دفترونه وتړل شي.»

ښاغلي عبدالله و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون باید له سیاسي ګوندونو او مدني ټولو سره د ټاکنو د شفافیت په برخه کې بحث او خبرې وکړي، خو ټینګار یې وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنیزو دفترو تړل کېدل په هېڅ صورت د ټاکنو له شفافیت سره مرسته نه شي کولای.

ډاکتر عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د لوی ملي ائتلاف تر نامه لاندې د سیاسي ګوندونو یوې ټلوالې په بلخ، کندوز، کندهار او هرات ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفترونه تړلي او مخې ته یې خیمې وهلې وې.

خو هرات او کندهار ولایتونو کې د ټاکنیزو کمېسیونو مخې ته اعتراض او خیمې پرون یکشنې د وږي ۲۵ مه د پولیسو خوا ټولې او د دفترونو دروازې پرانستل شوې.

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل و ویل، په هېڅ صورت کې به هېچا او هېڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د دغه ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

دغه راز د لوی ملي ائتلاف له خوا په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دفترونو تړل کېدو په غبرګون کې کورنیو چارو وزارت هم خبردارۍ ورکړ، چې د دغه کار مخه به نیسي او که یې چېرته پر وړاندې څوک ودرېدل، له ځواک څخه به کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي