۰

د طالبانو یو پلاوی محتده عربي اماراتو ته تللی دی

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
طالب سرچینې وايي، د طالبانو د کوټې شورا یو لوړ پوړی محتده عربي اماراتو ته تللی او هلته به له بهرنیو چارواکو سره وګوري.
د طالبانو یو پلاوی محتده عربي اماراتو ته تللی دی
طالب سرچینې وايي، د طالبانو د کوټې شورا یو لوړ پوړی محتده عربي اماراتو ته تللی او هلته به له بهرنیو چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کوټې شورا یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دغه پلاون نن دوشنبې د وږي ۲۶ مه د کراچۍ له هوايي ډګره دوبۍ ته روان شوی دی.

دغه سرچینې ویلي، چې طالب پلاوی به دوبۍ او قطر کې د ملګرو ملتونو او سرې میاشتې له چارواکو سره د سپټمبر پر ۲۲ په دوبۍ او د سپټمبر پر ۲۷ او ۲۸ دوحه کې و ویني.

په کابل کې هم د طالبانو د وخت یوه چارواکي منلې وه، چې د دې ډلې یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته روان شوی دی.

د سرچینې په خبره، دا پلاوی له بهرنیو چارواکو سره مخامخ خبرې کوي او ښایي، دوی به د بندیانو پر تبادله او ولسي مرګ ژوبله خبرې ولري.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګڼې طالبان له امریکا سره د مخامخ خبرو له پاره د پلاوي په ټاکلو بوخت دي، خو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپورونه رد کړل.

پرون هم لوېدیځو رسنیو په هلمند ولایت کې د لوړ پوړو طالب قوماندانانو له قوله راپور ورکړی و، چې طالب پلاوی به ډېر ژر له امریکايي استازو سره د بندیانو په ځانګړي ډول د حقاني شبکې بسټګر جلال الدین حقاني د زوی انس حقاني د خوشي کولو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني هم په یوه غونده کې و ویل، چې له جګړې او ناامنیو سره سره د سولې خبرې چټکې شوې او د افغانستان ۴۰ کلن بحران نور پای ته رسېدونکی دی.

ولسمشر دا هم ویلي و، چې د افغان سولې په اړه اوس په نړیواله او سیمه ییز کچه اجماع رامنځ ته شوې او دا هغه څه دي، چې د سولې او ثبات د راتګ هیلې یې ډېرې کړې دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د افغانستان له پاره د امریکا نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په اماراتو کې د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي