افغان کرکټ ملي لوبډلې آسیا جام سیالیو کې سریلانکا ماته کړه

27 سنبله 1397 ساعت 9:12

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د آسیا جام سیالۍ شنبې د سپټمبر د ۱۵ مې نېټې څخه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي دي.

د دغه جام درېیمه او پرونۍ لوبه د افغانستان او سریلانکا تر منځ وه، چې افغان لوبډلې د ټاس یا پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان توپ وهونکو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۰ هدف وټاکه.

رحمت شاه ۷۲، احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شهیدي ۳۸، محمد شهزاد ۳۴ منډې وکړې.

که څه هم د سریلانکا پیاوړې او تجربه لرونکې لوبډلې ته دغه هدف دومره لوی هم نه و، خو د افغان لوبډلې ورو توپ اچوونکي هغه څه و، چې هم یې دا لوبډله ورخطا کړې وه او هم یې هدف ورته خورا لوی کړی وو.

د سریلانکا توپ وهنه یا بېټنګ د بنګلدېش سره د لوبې په څېر له افغان لوبډلې سره هم ښه نه او په اول اور کې یې مجیب ځدراڼ یو لوبغاړی له مخې لرې کړ.

تر دې وروسته یې نور لوبغاړي هم د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې په میدان کې تر ډېره پاتې نه شو او هغه مهال چې د لوبې ۴۱ اور وو د سریلانکا ټول لوبغاړي په ۱۵۸ منډو کې وسوځېدل او لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۹۱ منډو په توپیر وبایلله.

د توپ اچوونکې په برخه کې نبي، راشد، مجیب، او ګلبدین نایب دوه ، دوه ویکټې واخیستې او دوه لوبغاړي رن اوټ شل.

په دې بایللو سره سریلانکا ملي لوبډله د آسیا له لوبو ووتله او د خپل کور پر خوا روان شول، خو افغان لوبډلې د آسیا جام د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ځان ورساوه.

افغانستان له دې وروسته په خپل ګروپ کې دوهمه لوبه د راتلونکې پنشنبې په ورځ له بنګلدېش سره لري، او تر هغې وروسته به له هند او پاکستان سره هم لوبې تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108368

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108368/

جمهور
  https://www.jomhornews.com