ملګرو ملتونو کابل کې کډوالو ته د اړیکو ځانګړی مرکز جوړ کړی

27 سنبله 1397 ساعت 9:24

ملګري ملتونه وايي، کال کې یې د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د اړیکو یو ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.


ملګري ملتونه وايي، کال کې یې د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د اړیکو یو ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مرکز د آواز په نوم دی او پرون دوشنبې د وږي ۲۶ مه په کابل کې پرانستل شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ٤١٠ شمېرې له لارې ټول خلک په ځانګړي ډول راستانه شوي کډوال او بې ځايه شوې کورنۍ کولى شي چې له دې مرکز سره د خپلو ستونزو د حل لپاره اړيکه ونيسي.

ملګرو ملتونو په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې یاد مرکز د اړيکې نيوونکو کسانو ستونزې له اړوندې ادارې سره شريکوي څو د حل لار ورته پيدا کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال توبي لنزر د ياد مرکز د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره دغه مرکز په افغانستان کې جوړ شو.

توبي لنزر زیاته کړې، چې دغه مرکز به وکولى شي په افغانستان کې زيانمن شويو کورنيو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com