د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي، روانې امنیتي ستونزې او د یو شمېر سیاسي ګوندونو کړنې ښايي د افغانستان د ټاکنو مسیر بدل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د روان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کاوه، و ویل، چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو کړنې ان کولای شي ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.
یاماموتو ویلي، که ټول سیاسي مشران د سوله ییزو خبرو له لارې یوې هوکړې ته ونه رسېږي نو دی اندېښمن دی چې راتلونکې ټاکنې به پر وخت ترسره نشي.
د هغه په وینا افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تخنیکي پلوه چمتو دي چې ټاکنې پر وخت ترسره کړي، خو د یو شمېر سیاسي ګوندونو اندېښنې باید د خبرو له لارې ځواب شي.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه وښوده او دا یې د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یوه بله جدي ننګونه وبلله.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړي استازي پر سولې او اوربند هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا وسله والو طالبانو ته د بې قید و شرطه خبرو وړاندیز د سولې لپاره سیاسي فضا رامنځته کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل