۰

د روسيې یوه پوځي الوتکه لا درکه شوې

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.
د روسيې یوه پوځي الوتکه لا درکه شوې
د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت نن سه شبنې د وږي ۲۷ مه ویلي، دغه الوتکه په هم هغه وخت له رادار څخه ورکه شوه، کله چې اسرائیلي «اېف ۱۶» ډوله جنګي الوتکو د سوريي په لاذقیه ولایت کې بمباري کوله.

په ورته وخت کې سي.اېن.اېن د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې ښايي دا الوتکه په خطا سره د سوريې د دافع هوا ځواک له‌خوا ویشتل شوي وي.

په سوریه کې مېشت د روسيې پوځ د لادرکه الوتکې د موندلو عملیات پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي