راپورونه وايي، داعش وسله والو ننګرهار ولایت کې د ملي محاذ ګوند او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګیلاني پر زیارت برید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنۍ زیاتوي، چې داعشیانو پرون دوشنبې د وږي ۲۶ مه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت بريد کړی دي.
د راپورونو پر بنسټ د داعش په برید کې د زیارت دوه ساتونکي وژل شوي او د زیارت ځینې برخو ته زیان هم اوښتی دی.
د ننګرهارچارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې داعش له دې وړاندې په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې هم پر ځینو زیارتونو ورته بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار