راپورونه وايي، ناټو غواړي د دوی په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د استوګنې له پاره کابل کې یو دایمي مرکز جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې د ناټو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د همدې له پاره تېره اوونۍ په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره د قوماندې او کنټرول د یوه ستر مرکز د ودانۍ قرارداد وشو.
ویل کېږي، چې د ودانیو نوی کمپلیکس به ۱۲۰۰۰۰ فوټ مربع لوی وي او په کې به د ودانیو ټولکه کې څه باندې ۸۰۰ تنو لپاره د کار ځایونه وي.
د سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا کمپلیکس به د الوتکو د سپرلیو لپاره دایمي ترمینل او د هیلي کوپترو د ناستځای تر څنګ به د کنټرول برج هم لري.
د سږکال په جون میاشت کې د ناټو ځینو پوځیانو وویل چې د پلان شوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو له کبله به سلګونه پوځیان او سلاکاران مجبوره شي چې بل ځای لاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل