۰

افغانستان او هند د سوداګریزه همکاریو ۴۰۰ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
افغان چارواکي وايي، د افغانستان او هند تر منځ به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه او ډېر ژر به هوايي تجارت نور هم پراخه شي.
افغانستان او هند د سوداګریزه همکاریو ۴۰۰ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي
افغان چارواکي وايي، د افغانستان او هند تر منځ به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه او ډېر ژر به هوايي تجارت نور هم پراخه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان چارواکو دغه څرګندونې به ممبي، کې د افغانستان او هند د ګډ سوداګریز نندارتون څخه وروسته کړې دي.

افغان چارواکي وايي، په دغه نندارتون کې یې هندې او نور نړیوال پانګوال هڅولي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او تجارتي اړیکې ورسره پراخې کړي.

د چارواکو په خبره په هند کې د دغه نندارتون پر مهال د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزه همکاریو ۴۰۰ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دوی په وینا غه تفاهم لیکونه تر ډېره  د هند له یوشمیر هوايی شرکتونو سره لاسلیک شوي، چې پر مټ به یې د دواړو هېوادونو تر منځ د هوا له لارې سوداګري نوره هم پراخه شي.

د افغان حکومت د معلوماتو پر بنسټ د همدې تفاهم لیکونو پر اساس به ډېر ژر د هند له ټولو ایالتونو سره د هوا له لارې، د سوداګریزه توکو صاردول پیل شي.

د مومبي په نندارتون کې د سپاسیز جېټ هوايی شرکت هم تیاری ښودلی، چی له کابل او کندهار له هوايي ډگرونو به مالونه هند ته ولېږدوي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان او هند تر منځ د هوا له لارې تجارت ه ٢٠١٧ کال کې پیل شو او له هغې راهیسې تر اوسه پورې ١٠٩ پروازونه شوی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي