د امریکا په نیویارک ایالت کې دوه افغانان متحده ایالاتو ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور په بند محکوم شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نیویارک یوې محکمې دغه افغان قاچاقبرانو ته د پنځلسو او لسو کلونو سزا اورولې ده.
د امریکا د نیویارک ایالت د څارونوال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، محکوم شوي افغان قاچاقبران لاجبر لاجورد او سید عالم نومېږي او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
د نیویارک څارنوال جیفري برمن ویلي دغه دواړه کسان په افغانستان کې د قاچاقبرانو د یوې ډلې غړي و چې په ډیر لوی مقدار کې هیروین قاچاقوي.
د نوموړي په وینا محکوم شویو قاچاقبرانو د افغانستان نه امریکا ته د هیروین قاچاق کولو دسیسه جوړه کړې وه او کوښښ یې هم کړی و.
برمن ویلي، چې لاجبر لاجورد او سید عالم د نمونې په توگه درې کیلوگرامه هیروین امریکا ته د لیږلو لپاره تیار کړي و او د دې له پاره یې په نیویارک کې د میشت یو کس سره په ټلفون خبرې شروع کړی وې.
د نیویارک ایالت د څارونوال لاجورد دا فکر کاوه چې دغه کس قاچاقبر دی او د هغوي سره به امریکا ته د هیروینو په قاچاق کې مرسته کوي خو هغه کس د امریکا د استخباراتي ادارې یو پټ جاسوس و.
جمهورخبري آژانس:کابل