۰

پکتیکا کې د یوې کورنۍ ۸غړي وژل شوي دي

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د دغه کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیکا کې د یوې کورنۍ ۸غړي وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د دغه کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه  وړمه دوشنبې شپه د وږي ۲۶ مه د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ په سیدخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې، چې له امله يې د دغه کورنۍ ۸ غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا چې مرمۍ د وسله والو مخالفینو له خوا توغول شوې او که د افغان ځواکونو له خوا امنیه قوماندان یې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه وه، چې یوه مرمۍ د محمد عظیم په نوم د یوه کس پر کور پرېوتې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي