ایتوپیا او ایرتېریا اوږدې جګړې وروسته سوله وکړه

27 سنبله 1397 ساعت 10:55

ایتوپیا او ایرتېریا وروسته له شلو کلونو جګړې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او ملګرو ملتونو یې دا هوکړه تاریخي بللې ده.


ایتوپیا او ایرتېریا وروسته له شلو کلونو جګړې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او ملګرو ملتونو یې دا هوکړه تاریخي بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټنیو ګوټېرس ویلي، د ارتریا او ایتوپیا د مشرانو تر منځ د سولې هوکړه تاریخي لاسته راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لا هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې داسې جګړې شته چې د لسیزو لپاره دوام لري او د خواشیني وړ دي.

په یادو مراسمو کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز هم ګډون کړی و.

باید و ویل شي، چې د اټوپیا او اریتریا ترمنځ جګړه په ۱۹۹۸ م کال کې پیل شوه، چې تر اوسه یې لږ تر لږه اتیا زره کسان وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com