۰

سعودي عربستان هم د پور اخیستو ته اړ شوی دی

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
بډایه سعودي عربستان هم د پور اخیستو ته اړ شوی او د لومړي ځل له پاره یې د ۱۱میلیارد ډالر پور اخیستی دی.
سعودي عربستان هم د پور اخیستو ته اړ شوی دی
بډایه سعودي عربستان هم د پور اخیستو ته اړ شوی او د لومړي ځل له پاره یې د ۱۱میلیارد ډالر پور اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پور د اخیستو اعلان پرون دوشنبې د وږي ۲۶ مه د سعودي عربستان حکومتي چارواکو کړی دی.

دا پور د سعودي د شاهي نظام د اقتصادي پلانونو یوه برخه ګڼل کېږي او له هغې وروسته یې واخیست، چې د ارامکو د تیلو د تولید د ستر شرکت د کارونو پیلول یې وځنډول شول.

د سعودي د عامه پانګونې صندوق په یوې اعلامیې کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد دومره پور اخلي او دا یې د منځمهاله پور له لارې د پروژو د تمویل په برخه کې لومړنی ستراتېژیک ګام دی.

په اصل کې په اقتصادي چارو کې دا بدلونونه د پاچا سلمان د ۲۰۳۰ د پلانونو یوه برخه ده چې غواړي په تکنالوژۍ او لویو ښارګوټو د جوړولو په پروژو باندې د پانګونې له لارې د خپل هېواد اقتصاد ښه کړي.

د سعودي د پانګونې اداره وايي پلان لري تر ۲۰۲۰ پورې خپله پانګه ۴۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي، خو  دا مهال ۲۳۰ میلیارد ډالر لري.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي