۰

د هند استازی:ترهګر د افغانستان په ګاونډ کې امن مرکزونه لري

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
د ملګروملتونو امنیت شورا کې د هند استازی سیداکبرالدین وايي، ترهګر د افغانستان په ګاونډ کې امن مرکزونه لري او تر څو چې دا مرکزونه وي، افغانستان کې سوله او ثبات ناشونی دی.
د هند استازی:ترهګر د افغانستان په ګاونډ کې امن مرکزونه لري
د ملګروملتونو امنیت شورا کې د هند استازی سیداکبرالدین وايي، ترهګر د افغانستان په ګاونډ کې امن مرکزونه لري او تر څو چې دا مرکزونه وي، افغانستان کې سوله او ثبات ناشونی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی خو اشاره یې پاکستان ته وه، چې هلته ترهګر امن مرکزونه لري.

ده ویلي تر هغه چې د افغانستان په ګاونډي هېواد کې د ترهګرو امن مرکزونه وي نو هلته د ثبات او امنیت راوستل اسانه کار نه دی.

سیداکبر الدین زیاته کړې، چې د افغانستان په ګاونډي هېواد کې ترهګر امن مرکزونه لري، هلته روزل کېږي، مالي امکانات ورته برابرېږي او بیا وروسته په بېلو نومونو خپل فعالیتونه مخ ته وړي.

د نوموړي په وینا ترهګرې ډلې او شبکې بیا د طالبانو، حقاني شبکې، داعش، جیش محمد او لشکر طیبه تر نامه لاندې په سیمه کې ورانکاري فعالیتونه کوي.

نوموړي همدا راز وویل، چې ترهګرې ډلې په زور له خلکو پیسې ټولوي، دوی بې دلیله د پیسو ورکړې ته اړ باسي او تر څنګ یې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

سیداکبرالدین ټینګار کړي، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې دې نظامي تګلاره لا پياوړې شي او دغه ډلې دې له منځه یوړل شي.

د ملګروملتونو امنیت شورا کې د هند استازي همدا راز ویلي چې که د ترهګرو فعالیتونه ختم نه کړل شي نو د سیمې راتلونکې ته ستر خطرونه جوړولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي