۰

ملي امنیت کابل کې د داعش ۲۶ غړي نیولي دي

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د ملي امنیت سرچینې وايي، ملي امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې ۲۶ غړي نیولي دي.
ملي امنیت کابل کې د داعش ۲۶ غړي نیولي دي
د ملي امنیت سرچینې وايي، ملي امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې ۲۶ غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه داعشیان نن سه شنبې د وږي ۲۷ مه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه شمېر داعشیان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي داعشیان د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو کابل ښار ته د محرم په مراسمو کې د ځانمرګو بریدونو په هدف راوستل شوي وو.

سرچینه وايي چې دغه وسله وال د عبدالله په نوم کس لخوا رهبري کېدل چې هغه هم نیول شوی دی.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي