۰
دانش:

د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کول د ملي ګتو خلاف عمل دی

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، هر هغه څوک او ډله چې د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي، د هېواد د ملي ګتو خلاف عمل کوي.
د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کول د ملي ګتو خلاف عمل دی
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، هر هغه څوک او ډله چې د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي، د هېواد د ملي ګتو خلاف عمل کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن سه شنبې د وږي ۲۷ مه کابل پوهنتون کې د عاشورا مراسمو په پار محصلینو ته وینا کوله و ویل، چې له ټاکنو پرته بله لار نشته او نه هم ټاکنې بل بدیل لري.

د دانش دغه څرګندونې د لوی ملي ائتلاف او د هغوی د پلویانو له خوا په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترونو تړل کېدو ته په اشارې وکړې او د هغوی دغه ډول حرکتونه یې د ټاکنیزې پروسې ګډوډول او د ملي ګټو خلاف عمل وباله.

نوموړي و ویل«نن نه د ټاکنو ځنډول عملي دي او نه هم د موقت حکومت د رامنځ ته کولو شعارونه، بلکه د حل یوازینې لار ټاکنې دي.»

د ولسمشر دوهم مرستیال حکومت د مخالفینو د دغه څرګندونو په اړه چې حکومت د سیاسي مخالفینو د نیوکو توان نه لري و ویل، چې حکومت د سیاسي ګوندونو د نیوکو او غوښتنو د اورېدو توان لري، خو د ټاکنیزو دفترو دروازې تړل د حل لار نه ده.

ښاغلي دانش و ویل، چې د ټاکنو پروسه نه هم د ولسمشر او نه هم د اجرائیه ریس اړوند ده، بلکې دا پروسه د هېواد د هر وګړي حق دی او هر وګړی په دې پروسه کې ګډون کولای شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادمیچي یاماموتو د امنیت شورا په غونده کې ویلي، چې سیاسي ګوندونه باید د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته نه کړي، ځکه د افغانستان ستونزه پرته له ټاکنو نه شي هوارېدای.

ده خبردارۍ ورکړی، چې که د سیاسي ګوندونو دغه حرکتونه دوام وکړي او ناامنۍ هم همداسې روانې وي، شونې ده، چې ټاکنې له خپل اصلي لارې واوړي او ځنډ په کې راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي