۰

بغلان کې د ملي جنبش ګوند د دفتر پخوانی مشر وژل شوی دی

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۴
بغلان ولایت کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند د دفتر پخوانی مشر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
بغلان کې د ملي جنبش ګوند د دفتر پخوانی مشر وژل شوی دی
بغلان ولایت کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند د دفتر پخوانی مشر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د وږي ۲۷ مه په بغلان ولایت کې رامنځ ته شوې او جنبش ګوند یې پخلی کړی دی.

د جنرال دوستم مطبوعاتي دفتر ویلي، د جنبش ګوند د دفتر پخوانی مشر مولوي غوث الدین له جومات څخه کور ته په لاره و، چې طالبانو پرې وسله وال برید کړی او وژلی یې دي.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج ویلي، دوی په بغلان کې له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او ښايي دا یو ترهګریز برید وي.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي مولوي غوث الدین د ملي جنبش ګوند یو فعال غړی وو.

که څه هم د ملي جنبش ګوند د قتل مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي، مولوي غوث الدین د طالبانو په برید کې نه بلکې، د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي