۰
د کورنیو چارو وزیر:

پولیس د معترضینو پر وړاندې د ټاکنو کمېسیون ملاتړي دي

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، پولیس د معترضینو پر وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ملاتړي دي، او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د کمېسیون د کار پر وړاندې یې خنډ شي.
پولیس د معترضینو پر وړاندې د ټاکنو کمېسیون ملاتړي دي
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، پولیس د معترضینو پر وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ملاتړي دي، او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د کمېسیون د کار پر وړاندې یې خنډ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی برمک چې پرون سه شنبې د وږي ۲۷ مه مزارشریف ته په یوه سفر تللی، په یوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې سیاسي
ښاغلي برمک زیاته کړه«طبعآ په پای کې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس مجبور دي، چې د قانونو له مخې د کمیسیون د فعالیت لپاره چې یو مستقل او ملي بنسټ دی ملاتړ وکړي. که زمونږ دوستانو سره اندېښنه موجوده وه بیا پولیس اړ دي چې مداخله وکړي.»
ګوندونه او نور سیاسي ډلې او مدني لوري باید خپلې غوښتنې له قانوني لارو مطرح کړي، نه دا چې په خپلو کړونو د یوې ملي پروسې د ترسره کېدو مخه ونیسي.

ښاغلي برمک زیاته کړه«طبعآ په پای کې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس مجبور دي، چې د قانونو له مخې د کمیسیون د فعالیت لپاره چې یو مستقل او ملي بنسټ دی ملاتړ وکړي. که زمونږ دوستانو سره اندېښنه موجوده وه بیا پولیس اړ دي چې مداخله وکړي.»

د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د لوي ملي ائتلاف په نوم یوې سیاسي ټلوالې پلویانو په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترونه وتړل، خو په هرات او کندهار کې بېرته دغه دفترونه د پولیسو له خوا پرانستل شول.

له دې وړاندې د کورنیو چارو امنیتي مرستیال هم خبردارۍ ورکړی و، چې هر څوک د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، پولیس به یې پر وړاندې له ځواک څخه کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي