پکتیکا ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند د جوړېدو تېږه د سیمه ییز چارواکو له خوا کېښودل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سربند د پکتیکا ولایت مرکز اړوند په خواجه خېلو سیمه جوړېږي، چې ۱۶ کیلومتره اوږدوالی لري او چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت پرون سه شنبې د وږي ۲۷ مه دغه سربند د بسنټ ډپره کېشوده او د دغه سربند جوړېدل یې یوه مهم اړتیا وبلله.
نوموړي زیاته کړه، چې د سربند په جوړېدو سره به د سیمې لسګونه زره جرېبه ځمکه خړونه او د اوبو سیستم به منظم شي.
باید و ویل شي، چې د دې سربند د جوړېدو مالي لګښت د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا