۰

چین په افغان سوله کې د پاکستان د همکارۍ د ژمنې هرکلی وکړ

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
چین وایي، له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لپاره د عمل د پلان د ملاتړ او د منځګړتوب لپاره افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر هرکلی کوي.
چین په افغان سوله کې د پاکستان د همکارۍ د ژمنې هرکلی وکړ
چین وایي، له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لپاره د عمل د پلان د ملاتړ او د منځګړتوب لپاره افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر هرکلی کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګېنګ شوانک ویلي، چین کابل ته د قریشي له سفره وروسته د افغانستان او پاکستان د مثبتو بیانونو ستاینه کوي.

نوموړي زیاته کړې چین د افغانستان او پاکستان دوست دی او تمه لري، چې دواړه هېوادونه په ښه او مناسب ډول خپلمنځي اړیکې ورغوي.

د شوانګ په وینا چین د افغانستان د پخلاینې د پروسې لور ته د افغانستان او پاکستان د حرکت او د عمل پلان د نطبیق ملاتړ کوي.

ده ویلي، چین به په دې برخه کې د رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي او له افغانستان او پاکستان سره په نژدې تماس کې به په دوهمه درې اړخیزه غونډه کې درې اړخیزې همکارۍ زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د پاکستان ډان ورځپانې په یوه لیکنه کې ویلي و، چې له پاکستانه په دې خوابدۍ دی، چې دغه هېواد د افغانستان په سوله کې د زړه له کومي مرسته او همکاري نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي