۰
روسیه:

د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې امریکایانو ته اکمالات غیر قانوني دي

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
روسیې د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته اکمالات غیر قانوني بللي دي.
د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې امریکایانو ته اکمالات غیر قانوني دي
روسیې د خزر سمندرګي له لارې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته اکمالات غیر قانوني بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوه روسي ديپلومات ویلي، د دغه سمندرګي له لارې افغانستان ته د توکو په لېږد کې حقوقي ستونزه موجوده ده.

دغه روسي دیپلومات زیاته کړې، چې امریکا غواړي د خزر سمندرګي او اذربایجان له لارې په افغانستان کې امریکایي سرتېرو ته اکمالات، خو دا کار ددغه سیمې له قوانینو سره په ټکر کې دي.

په ورته وخت کې اذاربایجاني او د ملګرو ملتونو چارواکو بیا ویلي، د قوانینو له مخې هېڅ امریکايي عسکر په دغه لېږد را لېږد کې حضور نه لري، نو له نظامي کسانو پرته د توکو په لېږد کې ستونزه نه لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي