۰
ګلف نیوز:

د سیمې د هېوادونو منفي اقدامات د افغان جګړو د اوږدېدو لامل شوي

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
ګلف نیوز په یوه مقاله کې وايي، د افغانستان ستونزه نه یوازې داخلي کشمکشونو، بلکې د سیمې د هېوادونو منفي اقدامات هم په دغه هېواد کې د جګړو د اوږدېدو لامل شوي دي.
د سیمې د هېوادونو منفي اقدامات د افغان جګړو د اوږدېدو لامل شوي
ګلف نیوز په یوه مقاله کې وايي، د افغانستان ستونزه نه یوازې داخلي کشمکشونو، بلکې د سیمې د هېوادونو منفي اقدامات هم په دغه هېواد کې د جګړو د اوږدېدو لامل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مقاله کې لیکل شوي د هند چین، هند او پاکستان، امریکا او روسیې، ایران او امریکا یا نورو هېوادونو ترمنځ ستونزې او د دوی وېرې د دې سبب شوې چې په افغانستان کې روانه جګړه اوږده شي او د سولې په اړه ښکاره تګلاره رامنځ ته نه شي.

په مقاله کې رغلي، د افغانستان سوله هله ممکنه ده، چې د امریکا په ګډون د سیمې هېوادونه خپل منفي لید لوري او اقدامات یوه خوا کړي او پر ځای یې د سولې لپاره مثبته فضا رامنځ ته کړی.

دغه رسني ویلي پاکستان تر ډېره د افغانستان په مسله کې ښکېل دی، خو به باور یې د افغانستان جګړه نه یوازې افغانستان، بلکې تر ټولو ډېر زیان یې سیمې او پاکستان ته متوجه دی.

په مقاله کې لیکل شوي، چې د افغانستان سوله مثبت سیمه ییز چاپېریال ته اړتیا لري او پر پاکستان یې غږی کړي، چې د دغه جګړې له ملاتړه لاس په سر او پر ځای یې د سولې په راوستو کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي