۰

هند له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې ډېروي

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي تمه ده، چې هند به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې ډېرې او اړیکې نورې هم پراخه کړي.
هند له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې ډېروي
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي تمه ده، چې هند به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې ډېرې او اړیکې نورې هم پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ابدالي په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې هند له افغانستان سره د هیلکوپترو د ورکړې او ترمیم تر څنګ ګڼې نظامي مرستې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان او هند تري اړخ تر منځ خبرې او غونډې کېږي او تمه ده، چې هند به خپلې نظامي مرستې نورې هم ډېرې کړي.

دی وايي، هند هم غواړي چې د افغانستان د ثبات او سولې لپاره د نورو مرستو ترڅنګ په نظامي برخه کې هم همکاري او مرستې ولري.

هند کې افغان سفیر د ترهګرۍ په اړه ویلي، چې ترهګر د افغانستان له پولو بهر په پاکستان کې امن مرکزونه لري او له همدې ځایه خپله جګړه تنظیموي.

نوموړي زیاته کړې، چې د غزني په جګړه کې لسګونه پاکستانیان و وژل شول او په دې حقیقت څوک سترګې نه شي پټولی، چې پاکستان د افغان جګړې تر شا ولاړ دی.

خو افغان سفیر هیله څرګنده کړې چې عمران خان به وکولی شي هلته د فعالو ترهګرو په له منځه وړلو بریالی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي