کابل کې د چین سفیر ویلي هېواد به یې په افغانستان کې د پراختيا او په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین سفیر لیو جین سونګ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۲۷ مه د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ سر پرست وزیر شهزاد اریوبي سره کتنه کې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ اریوبي او سونګ د دواړو هېوادونو تر منځ د معلوماتي ټنکالوژۍ، واخان دهلیز او په دې برخه کې د ګډو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
سرچینه وايي، دواړو لورو د نوري فايبر پراختيا، د يجيټل سېلک روډ، د پوسټ عصري سازۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په اړه هم خبرې کړې دي.
شهزاد اریوبي د واخان دهلیز په پروژه کې د چین رول مهم بللی او د معلوماتي ټنکالوژۍ په برخه کې یې پر دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د چین سفیر هم د واخان دهلیز پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه بللې ده.
د چین سفیر لیو جین سونګ ویلي، چین به د افغانستان د یوه ښه ګاونډي په توګه هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پراختيا او په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل