۰
محمود صیقل:

افغان حکومت د طالبانو او امريکا خبرې له نږدې څاري

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل وايي، افغان حکومت د طالبانو او امریکا خبرې له نېږدې څاري.
افغان حکومت د طالبانو او امريکا خبرې له نږدې څاري
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل وايي، افغان حکومت د طالبانو او امریکا خبرې له نېږدې څاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صیقل دغه څرګندونې د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغې ځانګړې غونډې ته کړې، چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ولسمشر غني حکومت د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې له نږدې څاري څو په هېواد کې ١٧ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، افغان حکومت د سولې د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع په رامنځته کولو بوخت دى.

خو د افغانستان ځانګړي استازي ګواښ وکړ چې د ځينو کړيو له لاسوهنو سره د سولې هلې ځلې سبوتاژ کېدلى شي.

نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان د مهم رول يادونه وکړه او ويې ويل چې د پاکستان همکارۍ سره په دې برخه کې پرمختګ کېداى شي.

هغه په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسليک شوي د عمل پلان يادونه وکړه او ويې ويل چې د دغه پلان له پلي کېدو سره سوله ممکن کېداى شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي