کندهار کې ۱۶ پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي دي

28 سنبله 1397 ساعت 13:31

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ملېشو کندهار کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابیه برید کې ۱۶ پاکستاني ملېشه وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ملېشو کندهار کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابیه برید کې ۱۶ پاکستاني ملېشه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي، پاکستاني ملېشو تېره شپه د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو یا سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني ملېشه د افغان ځواکونو سخته مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۶ پاکستاني ملېشه وژل شوي دي.

جنرال رازق ټینګار کړی، چې وژل شوي کسان پاکستانیان او د پاکستان د حکومت ملېشه وو، چې د شپږو تنو مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، جګړې تر سهاره دوام کړی او په کې څلور افغان سرحدي پولیس هم شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 108422

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108422/

جمهور
  https://www.jomhornews.com