د ټاکنو کمېسیون:

رایه ورکوونکي بایومتریک کېږي او ټاکنې به پر خپل وخت وشي

28 سنبله 1397 ساعت 13:48

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر سیاسي ګوندونو د رایه ورکوونکو د بایومتریک کېدو او دغه راز د دوی له خوا د نظارت غوښتنه منلې ده.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر سیاسي ګوندونو د رایه ورکوونکو د بایومتریک کېدو او دغه راز د دوی له خوا د نظارت غوښتنه منلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن چهارشنبې د وږي ۲۸ مه یوې خبري غونډه و ویل چې د سیاسي ګوندونو له استازو سره تر پرلپسې ناستو او غونډو وروسته یې د هغوی ټولې غوښتنې منلې دي.

نوموړي و ویل، چې سیاسي ګوندونو د رایه ورکوونکو د بایومتریک او دغه راز پر ټاکنو د نظارت غوښتنه کوله، چې دا د کمېسیون غوښتنه هم وه.

صیاد زیاته کړه«موږ د سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل، چې د خپلو نظارتي استازو اسناد راولېږي تر څو کمېسیون ورته د څار کارتونه جوړ کړي.»

دغه راز صیاد د سیاسي ګوندونو د دې غوښتنې په اړه چې د ټاکنو پر ورځ دې رایه ورکوونکي بایومتریک شي و ویل«موږ په دې اړه له بېلابېلو شرکتونو سره په اړیکه کې یو تر څو د پارلماني ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومتریک شي.»

دی وايي، د رایه ورکوونکو د بایومتریک کېدو په برخه کې د کمېسیون اندېښنه دا ده، چې دغه پروسه د کمېسیون له کنټروله وه نوځي، او باید د کمېسیون په واک کې وي.

په ورته وخت کې صیاد د ټاکنو په اړه په ځانګړي ډول د کمېسیون پر وړاندې د خنډونو رامنځ ته کولو په اړه زیاته کړه، چې د تلې میاشتې ۲۸ مه د کمېسیون له پاره سره کرښه ده او پر همدې ورځ به ټاکنې تر سره کېږي.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنې به تر ټاکلې نېټې هاخوا نه ځنډېږي او نه به هم هغه چا او ډلې ته اجازه ورکړي، چې غواړي ټاکنې وځنډېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي، ځینې ګاونډي هېوادونه، ځینې ډلې او یو شمېر هغه نوماندان او وکیلان، چې نومونه یې له نوملړ څخه ایستل شوي هڅه کوي، چې د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108424

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com