عزیزالله فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رییس وټاکل شو

28 سنبله 1397 ساعت 14:07

ارګ ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني په یوه حکم کې عزیزالله فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رییس ټاکلی دی.


ارګ ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني په یوه حکم کې عزیزالله فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رییس ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګه نن چهارشنبې د وږي ۲۸ مه رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې فضلي به د کرکټ بورډ د پخواني رییس شکر الله عاطف مشعل پر ځای د بورډ غړی او رئیس وي.

خپله د کرکټ بورډ اوسني مشر شکر الله عاطف مشعل هم له شمشاد ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې تایید کړې، چې دی له کرکټ بورډ څخه ځي او پر ځای به یې بل کس وګومارل شي.

کرکټ بورډ کې د رییس بدلون پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو پر دغه بورډ دتوپیري چلند تورونه پوري کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو نورعلي ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ څو ورځې وړاندې وروسته له هغه چې د افغانستان غوره لیګ په بولیو کې وانخیستل شول پر کرکټ بورډ تورونه پورې کړل چې ګواکې له دوی سره توپیري چلند کېږي.

خو د کرکټ بورډ رییس دغه تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان د آې پي اېل سیالیو پروسه رڼه او هېڅ ډول توپیري چلند نه دی په کې شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه لیګ ته د لوبغاړو اخیستل د کرکټ په واک کې نه، بلکې د هغه کمپنیو سره وه، چې د لیګ ټیمونه یې پېرلي دي.

باید و ویل شي، چې عاطف مشعل دوه میاشتې کم دوه کاله د افغانستان د کرکټ بورډ رییس وو، چې د ده په دوره کې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی هم شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com