د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، پولیس یوازې د ټاکنو د امنیت دنده پر غاړه لري او په ټاکنو کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن چهارشبنې د وږي ۲۸ مه په سپېدار ماڼۍ کې د پولیسو او نړیوالو ملاتړو تر منځ د همکاریو ګډ بورډ ته د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي و ویلو چې پولیس له خلکو او خاورې څخه د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د دښمن لومړی هدف هم ګرځېدلي دي.
اجرایيه ریيس عبدالله وايي، په کورنیو چارو وزارت کې پیل شوي اصلاحات بنسټیز دي او د پخوا په پرتله له فساد سره مبارزه، د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه، د ظرفیتونو رامنځته کېدل او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي ښه شوې ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله د یو شمېر سیاستوالو وروستیو څرګندونو ته په اشارې و ویل، یو شمېر مغرضو کسانو د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کړې.
خو زیاته یې کړه، له بهرنیو ځواکونو سره د کار او همکارۍ پایله ولس اخیستې او هغوی یې په ارزښت پوهېږي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې مرستې څومره حیاتي او ارزښتمنې دي.
په ورته وخت کې ښاغلي عبدالله د ټاکنو په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې ټاکنې به پر خپل وخت وشي او د امنیت له پاره یې تدابیر نیول شوي دي.
ښاغلي عبدالله و ویل، چې پولیس یوازې د ټاکنو د امنیت دنده پر غاړه لري او په ټاکنو کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل