۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له بنده خوشی شو

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۳
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نوازشریف، د هغه د لور او زوم د خوشي کېدو امر وکړ.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له بنده خوشی شو
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نوازشریف، د هغه د لور او زوم د خوشي کېدو امر وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوازشریف، لور او زوم یې د فساد په تور د محکمې له خوا په بند او نغدي جریمه محکوم شوي وو.

دغه راز محکمې نواز شریف د ټول عمر له پاره له سیاسیت هم محروم او دغه راز یې ویلي، چې په ټاکنو کې ګدون نه شي کولای.

خو نن چهارشبنې د وږي ۲۸ مه د پاکستان سترې محکمې د نوازشریف د هغه د لور مریم نواز، او د هغې خاوندو محمد صفدر د خوشي کېدو امر کړی دی.

په پاکستان کې محکمې د نوازشریف، مریم نواز او زوم یې صفدر د سملاسي خوشې کیدو لارښوونه وکړه او ورته اور ل شوې سزا یې د اوس لپاره وځنډوله او د هغوی ضمانت یې ومانه.

په اسلام اباد کې د محکمې د دغه پریکړه وروسته په پاکستان کې د مسلم لیک نون ګوند پلویانو په خوشحالیو لاس پورې کړ.

باید و ویل شي، چې  نوازشریف او د ده د کورنۍ غړي له هغو ادعاوو وروسته تورن شول چې د پاناما یوې ورځپاڼې په ۲۰۱۶ کال کې افشا کړل او د دې ادعاوو له مخې د شریف کورنۍ په بهر کې څو شرکتونه لري او په لندن کې یې جایدادونه اخیستي دي خو دوی دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د دوی پرضد د دسیسو یوه برخه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي