۰

فاریاب کې چاودنې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې چاودنې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي ۳۰ مه د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، په دغه چاودنه کې د یوې نجلۍ په ګډون ۴ ماشومان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمرونه له ۶ تر ۱۲ کلونو پورې دی.

که څه هم تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي ماین طالبانو خښ کړی و، او قرباني یې ولسي وګړي شول.

ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته وړل شوي، خو ډاکتران وايي، د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

په ورته وخت کې عیني شاهدانو ویلي، په چاودنه کې د ماشومانو لاس او پښې پرې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي