د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته لغوه شوه

31 سنبله 1397 ساعت 8:05

ټاکل شوې وه د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران سره وګوري، خو هند وايي، دغه لیدنه یې لغوه کړې ده.


ټاکل شوې وه د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران سره وګوري، خو هند وايي، دغه لیدنه یې لغوه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېدل سوشما سوراج او محمود قریشي په نیویارک کې سره وګوري، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اغلې سوراج د قریشي سره احتمالي خبرې نه کوي.
 
د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د لیدنې له اعلان وروسته یو شمېر پېښې وشوې، چې د عمران خان اصلي څېره یې څرګنده کړه نو له همدې امله نیویارک کې لیدنه نه کېږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، که هند غواړي کولی شي له پاکستان سره پر ترهګرۍ خبرې وکړي.

شاه محمود قریشي ادعا کړې، اسلام اباد هم سندونه لري، چې یو شمېر عناصر په بلوچستان کې نا امنیو ته لمن وهي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com