۰
د سولې عالي شورا:

سيمه ييزې او نړيوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت اخیستی

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
د سولې عالي شورا وايي، افغانستان کې د سولې له پاره ملي، سیمه ییز او نړیوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
سيمه ييزې او نړيوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت اخیستی
د سولې عالي شورا وايي، افغانستان کې د سولې له پاره ملي، سیمه ییز او نړیوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک دغه څرګندونې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو پيغام کې کړې.

نوموړي ویلي، چې ټول بايد د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي، څو په هېواد کې ٤٠ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.

خپلواک وايي، په روان زېږديز کال کې د سولې عالي شورا ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د سولې په برخه کې يې ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس زیاته کړې دغې اجماع په افغانستان کې د جګړې قانوني مشروعيت له سوال سره مخ کړى دى.

خپلواک وايي، د سولې په اړه د افغانستان او د نړۍ د علماوو غږ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي