۰
سيګار:

له افغانستان سره د امريکا په ميليادرونه مرسته، ويرجينيا او دوبۍ کې کورونه اخيستل شوي

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي، له افغانستان سره میلیاردونه مرسته شوي ډالر د فساد ښکار شوي دي.
له افغانستان سره د امريکا په ميليادرونه مرسته، ويرجينيا او دوبۍ کې کورونه اخيستل شوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي، له افغانستان سره میلیاردونه مرسته شوي ډالر د فساد ښکار شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې دغه پیسې په دوبۍ او نورو هېوادونو کې بانکي حسابونو ته لېږل شوې دي او هلته خلکو د شخصي ګټو لپاره کارولې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي« په دغه پیسو په ویرجینیا او دوبۍ کې کورونه اخیستل شوي دي.»

نوموړي زیاته کړې دغه څه د یوه ناسم مدیریت او کمې پاملرنې له امله شوي او مرسته شیو پیو هېڅ ځای نه دی نیولی.

جان سوپکو وايي، دومره مرستو سره سره د افغان ځواکونو لیکې لا هم ستونزې لري، د پام وړ بیا رغونه په افغانستان کې نه ده شوې او لا هم د ترهګرو فعالیتونه پخپل اوج کې دي.

دغه راز سوپکو زیاتوي، چې ترهګرې ډلې لا هم د نشه يي توکو له کاروبار او نورو مرستو تموېلېږي او څوک بریالي نه شول چې مالي سرچینې یې وچې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي