۰
اروپايي ټولنه:

افغانستان کې سولې ته هيله مندي ډېره شوې ده

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایاډونس وايي، جګړه ځپلي افغانستان کې سولې ته هلې ځلې او هيله مندي ډېره شوې ده.
افغانستان کې سولې ته هيله مندي ډېره شوې ده
د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایاډونس وايي، جګړه ځپلي افغانستان کې سولې ته هلې ځلې او هيله مندي ډېره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماياډونس دغه څرګندونې د سولې د نړيوالې ورځ په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې کړې دي.

نوموړي د دغې ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته د سولې لپاره دعا کړې او په ډاګه کړې يې ده، چې په دې وروستيو کې افغان سولې ته هيله مندي زياته شوې ده.

د اروپايي ټولنې سفیر د سولې په اړه د ولسمشر غني د هڅو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هغه د روان زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې د کابل پروسې د دويم کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز کړى و.

پيري دغه راز په تېر کوچني او بيا لوى اختر کې د ولسمشر غني د اوربند هڅې هم وستايلې او ويې ويل، چې وروستيو هڅو سولې ته هيله مندي پيدا کړې ده.

خو زیاته کړې یې ده، چې اوس هم په افغانستان کې ځينې ننګونې شته چې په دې هېواد کې څه ډول بايد سوله رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي