۰

دفاع وزارت وايي غزني کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت وايي غزني کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وږي ۳۱ مه په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو سره جګړه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په جګړه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي