۰

ښايي د افغان حکومت او طالبانو استازي مسکو کې سره وګوري

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، کېدای شي د افغان حکومت او طالبانو استازي په مسکو کې د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.
ښايي د افغان حکومت او طالبانو استازي مسکو کې سره وګوري
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، کېدای شي د افغان حکومت او طالبانو استازي په مسکو کې د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې او مسکو کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی مسکو ته تللی دی.

کابلوف ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال نصیر احمد اندېشه په مشرۍ افغان پلاوی د مسکو د کنفرانس په اړه چمتوالی ښودلی دی.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې همدې چتوالي ته په کتو کېدای شي د مسکو په راتلونکې غونده کې د افغان حکومت او طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې د مسکو په غونده کې به د افغان حکومت او طالبانو د استازو سربېره د سیمې او نړۍ د ۱۲ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

تر اوسه د دغه غونډې د جوړېدو کره نېته نه ده په ګوته شوې او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې وه، دغه غونده څه موده وړاندې جوړه شي، خو دا چې هغه مهال مسکو ته طالب استازي هم دغه غونډې ته ورغوښتي و، افغان حکومت او امریکا په دغه غونده کې له ګډون څخه انکار وکړ.

تر دې وروسته افغان ولسمشر د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره په تلېفوني اړیکه کې دې توافق ته ورسېده، چې د مسکو غونډه دې تر یوه وخت وځنډول شي، تر څو افغان حکومت ورته خپل چمتوالی ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي